پاکستان کښې د غدیر د اختر دستورې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i135420-پاکستان_کښې_د_غدیر_د_اختر_دستورې
په پاکستان کښې د عصمت او طهارت د اهلبیتو علیهم السلام منونکو غدیر نیکمرغه اختر،  د یوم الله الاکبر او د پیغمبر اکرم(ص) له خوا د امام علي علیه السلام د جانشینۍ د اعلان د جشن په توګه ولمانځل شو.
(last modified 2023-07-07T07:47:28+00:00 )
Jul 07, 2023 12:15 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د غدیر د اختر دستورې

په پاکستان کښې د عصمت او طهارت د اهلبیتو علیهم السلام منونکو غدیر نیکمرغه اختر،  د یوم الله الاکبر او د پیغمبر اکرم(ص) له خوا د امام علي علیه السلام د جانشینۍ د اعلان د جشن په توګه ولمانځل شو.

د ایرنا د خبر له مخې، د دغه اختر په دستورو کښې د لاهور، کراچۍ، کویټې او پیښور په شان د پاکستان په مختلفو ښارونو او سیمو کښې ویناوالو تیره شپه د غدیر تاریخي پیښه او د رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) له خوا د امام علي علیه السلام د امامت او ولایت د اعلان کلیزه مقدسه او محترمه وبلله او مداحیانو د دیني ترانو په ویلو او مولودي خوانیو سره د خوشالۍ دغو غونډو ته رونق وبخښه.

په نننیو درستورو کښې هم د نبوت د کورنۍ مینه وال جشنونه ترسره کوي او له اسلام او قرآن، پیغمبر ارکم او  امیر المومنین علیه السلام سره د خپلې مینې، اخلاص او ژمنې څرګندونه کوي.

پاکستان کښې د امامت او ولایت میئنان د احسان د دسترخوانونو په خورولو او د شیرنیو په ویشلو سره د غدیر د میلمنو میلمستیا کوي.

عالمان او د اهل بیتو مدحان په دغو جشنونو کښې د غدیر خم د تاریخي پيښې او د حضرت علي کرم الله وجهه د ولایت او د دې مقدسې ورځې د معنویاتو په هکله ویناوې او مداحۍ کوي.