د پاکستان لومړی وزیر راتلونکې میاشت له واکه لاس اخلي
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې راتلونکې میاشت به له خپلې دندې استعفا او په دغه هېواد کې به موقت حکومت جوړ کړي.
د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د روان کال په اګست میاشت کې به له خپلې دندې استعفا وکړي او تر ټاکنو مخکې به واک موقت حکومت ته وسپاري.
ښاغلي شریف زیاته کړې: د پاکستان عمومي ټاکنې به په اکتوبر یا نومبر میاشت کې اعلان شي.
شریف هغه څوک دی چې د خپل یو نیم کال واک په موده کې د پاکستان له اقتصادي ننګونو سره مبارزه کړې او د خپل هېواد د بهرنیو اړیکو پالیسي یې ښه کړې ده.
شهباز شریف د پاکستان ۲۳م لومړی وزیر او د دغه هېواد د مسلم لیګ ګوند مشر دی، چې د ۱۴۰۱ کال د وري په میاشت کې د عمران خان له ګوښه کېدو وروسته، د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.