امیر خان متقی د مسکو غونډی ته وربلل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i135818-امیر_خان_متقی_د_مسکو_غونډی_ته_وربلل_شوی_دی
په کابل کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته بلنه ورکړې، چې د افغانستان په اړه د مسکو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.
(last modified 2023-07-17T19:51:29+00:00 )
Jul 17, 2023 09:17 Asia/Kabul
  • امیر خان متقی د مسکو غونډی ته وربلل شوی دی

په کابل کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته بلنه ورکړې، چې د افغانستان په اړه د مسکو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چي  د افغانستان په هکله د مسکو راتلونکې غونډه په اکتوبر میاشته کې تر سره شي. په دې غونډه کې روسیه، چین، پاکستان، ایران، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان او هند به ګدون وکړي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د خارجه چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په کابل کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف متقي ته د راتلونکې غونډې په اړه معلومات ورکړی دی.

امیر خان متقي د روسیې له سفیر سره په خبرو کې ویلي، چې د مسکو غونډه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو کې ارزښتمن ځای لري.