امیر خان متقی د مسکو غونډی ته وربلل شوی دی
Jul 17, 2023 09:17 Asia/Kabul
په کابل کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته بلنه ورکړې، چې د افغانستان په اړه د مسکو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده چي د افغانستان په هکله د مسکو راتلونکې غونډه په اکتوبر میاشته کې تر سره شي. په دې غونډه کې روسیه، چین، پاکستان، ایران، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان او هند به ګدون وکړي.
د طالبانو د سرپرست حکومت د خارجه چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په کابل کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف متقي ته د راتلونکې غونډې په اړه معلومات ورکړی دی.
امیر خان متقي د روسیې له سفیر سره په خبرو کې ویلي، چې د مسکو غونډه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو کې ارزښتمن ځای لري.
ټیګونه