پاکستان کښې د محرم مراسم په ښه ډول ترسره کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i135864
زمونږ خبریال راپور راکړی د محرم الحرام د میاشتې په درشل کښې د «حسین مني »په نوم سره یوه غونډه د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې د بیلابیلو مذهبونو او د دینونو د علماو، علمي او کلتوري شخصیتونو په ګډون سره وشوه.
(last modified 2023-07-18T02:50:51+00:00 )
Jul 18, 2023 05:53 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د محرم مراسم په ښه ډول ترسره کیږي

زمونږ خبریال راپور راکړی د محرم الحرام د میاشتې په درشل کښې د «حسین مني »په نوم سره یوه غونډه د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې د بیلابیلو مذهبونو او د دینونو د علماو، علمي او کلتوري شخصیتونو په ګډون سره وشوه.

په دغه غونډې کښې ویناوالو د شهیدانو د سالار ابا عبدالله الحسین علیه السلام او د هغه حضرت د وفاداره ملګرو د یاد او د خاطرې د لمانځلو په ترڅ کښې وویل حضرت امام حسین علیه السلام له ځان څخه په تیریدا او سرشیندنې سره د خپل وخت د استکبار او د استبداد او ظلم په مقابل کښې ودرید او بشریت یې ته یې د حرکت او د پتیالیتوب لاره وروښودله.

په دغه غونډې کښې چې د پاکستان اهل سنتو علماو او د نورو دینو  مذهبي مشرانو ګډون درلود وویل شو د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دریم امام حسین علیه السلام شخصیت یوازې یوه خاص دین او  مذهب ته بیل نه دی بلکې د عاشورا پیغام عمومي او د نړۍ د ټولو ازادي غواړو لپاره دی.

په دغه غونډې کښې دغه راز د فلسطین مسله د اسلامي نړۍ د یوې ترټولو مهمې مسلې په توګه معرفي شوه چې نن سبا د مسلمانانو ډیر پام ته ضرورت لري.