ترهګر په افغانستان کې نويو وسلو ته لاسرسی لري
د پاکستان پوځ وايي، چې د دغه هېواد تحریک طالبان ترهګره ډله(ټي ټي پي) په افغانستان کې خوندي پټنځایونو او عصري وسلو ته لاسرسی لري.
د تسنیم د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د سه شنبې په ورځ د دغه هېواد د پوځي اډو له قوماندانانو سره په کتنه کې د ترهګرو عناصرو پر وړاندې د اسلام آباد پر مبارزې په ټینګار سره ادعا وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي په افغانستان کې پناه ځایونه او نویو وسلو ته لاسرسی لري.
د پاکستان پوځ په یوه بیانیه کې ویلي چې په دې لیدنه کې، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو ورته ترهګرو ډلو پټنځایونه او د فعالیت آزادي او د ترهګرو لپاره د نویو وسلو موجودیت د هغو مهمو لاملونو په توګه یاد شوي چې د پاکستان امنیت د تامین په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
د پاکستان پوځ ته نږدې خپرونې "ایکسپریس ټریبیون" هم د خپلو سرچینو په حواله د دې غونډې په اړه لیکلي: پوځي سرچینو د تحریک طالبان پاکستان په کنټرولولو کې د افغان طالبانو پاتې راتلل د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کې د وروستیو ناکراریو د زور اخیستو اصلي لامل بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې کابل په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د غړیو د شتون د ادعا په ردولو سره ویلي چې په پاکستان کې د امنیتي ستونزو پړه باید پر افغانستان وا نه چول شي، بلکې د دغو ناکامیو لاملونه باید په پاکستان کې دننه ولټول شي.
د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم ټینګار کړی، چې که اسلام آباد د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د کار اخیستلو په اړه شواهد شریک کړي، نو کابل به اقدام وکړي.