په پيښور اوخیبرکې ترهه ګرو بیا دلسګونوکسانو وینه وبهوله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i135978-په_پيښور_اوخیبرکې_ترهه_ګرو_بیا_دلسګونوکسانو_وینه_وبهوله
د پاکستان خبری چینلونو  وئيلي دي ، چې پر پولیسو په دغه ځان مرګي برید کې چې نن په خیبر سیمې کې شوی ، تر دې دمه ئې پړه کومې  ډلې ټپلې په غاړه نه ده اخستې  چې البته له دې مخکې زیاترو پيښو او جنایتونو پړه د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ترهه ګرو په غاړې اخستي دي .
(last modified 2023-07-21T06:55:42+00:00 )
Jul 20, 2023 15:45 Asia/Kabul
  •   په پيښور اوخیبرکې ترهه ګرو بیا دلسګونوکسانو وینه وبهوله

د پاکستان خبری چینلونو  وئيلي دي ، چې پر پولیسو په دغه ځان مرګي برید کې چې نن په خیبر سیمې کې شوی ، تر دې دمه ئې پړه کومې  ډلې ټپلې په غاړه نه ده اخستې  چې البته له دې مخکې زیاترو پيښو او جنایتونو پړه د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ترهه ګرو په غاړې اخستي دي .

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،  د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په خیبر سیمې کې نن سهار په ځان مرګی برید کې څلور کسان وژل  شوی او کابو یولس کسان ټپیان شوي چې دي چې ځيني پکې مرګي حاله راپور شوي دي . داپه داسې حال کې دي چې  بیګاه په پيښور ښار کې هم پر پولیسو د ناپيژاندوکسانو په ډزو کې دوه پولیس وژل شوي  او دوه نور هم ټپیان شوي وو.

 په راپور کې  وئيل شوي دي دپاکستان خبری چینلونو  وئيلي دي ، چې پر پولیسو په دغه ځان مرګي برید کې چې نن په خیبر سیمې کې شوی ، تر دې دمه ئې پړه کومې  ډلې ټپلې په غاړه نه ده اخستې  چې البته له دې مخکې زیاترو پيښو او جنایتونو پړه د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ترهه ګرو په غاړې اخستي دي .

په راپور کې دا هم وئيل شوي چې بیګا هم دخیبر پختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې  دپولیسو په یوې پُستې بانډې دناپيژاندو کسانو په ډزو  کې  دوه پولیس وژل شوي او دوه نور هم ټپیان شوي دي .بل پرون هم د پیښور په حیات آباد سیمې کې په ځان مرګي حملې کې کابو دولس کسان ټپیان شوي وو.

 د پاکستان په مختلفو سیمو په تیره بیا په خیبرپختونخواه او بلوچستان صوبو کې  په وروستیو دوو کلونو کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي ، ترهه ګرې پيښې ډيرې زیاتې شوي دي چې وار د واره دپاکستان سیاسی او پوځی چارواکو  په دې اړه  دافغانستان طالبانو ته خبرداري ورکړي دي خو د افغانستان   طالبان وائي چې پاکستان دې خپلې داخلي شخړې د خپل هیواد په داخل کې حل کړي او پر نورو دې تورونه نه لګوي.