د پاکستان له سرحدي سیمو ترهګر افغانستان ته انتقال شول
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان رسنیو په کابل باندې د اسلام اباد دباونه د افغانستان شمالي سیمو ته د «تحریک طالبان پاکستان» د ترهګرې ډلې د غړیو د انتقال عامل وبلل.
د پاکستان« ډان » ورځپاڼې پرون په یوه راپور کښې ادعا وکړه چې د افغانستان د طالبانو په حکومت باندې د اسلام اباد دباونه سبب شول چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې ځینې غړي د پاکستان له سرحدي سیمو څخه د افغانستان لیرې سیمو ته انتقال کړي.
ډان ورځپاڼې زیاته کړه په افغانستان کښې واک ته د طالبانو د حکومت له رسیدا وروسته د تحریک طالبان پاکستان د جنګیالیو لپاره د ډیرو عملیاتو د ترسره کولو فضا او فرصت برابر شوی او د اسلام اباد د حکومت پرضد د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې لخوا د افغانستان له سرحدي سیمو څخه د حملو زیاتیدل د دغه چارې لپاره قانع کونکي نښې نښانې دي.
دغه ورځپاڼې ولیکل د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې پرضد د جدي اقداماتو له ترسره کولو د کابل د حکومت ډډه کول او نه ګروهنه روان حالت نور هم پسې پیچلی کولای شي.
ډان ورځپانې ادعا وکړه حاضردمه داسې ثبوتونه شته چې القاعده ډله تحریک طالبان پاکستان ترهګره ډله د پاکستان په داخل کښې د ترهګرو حملو د ترسره کولو لپاره لارښوونه کوي او د افغانستان په کونړ ولایت کښې د خارجي ترهګرو ډلو د روزنې په کیمپونو کښې د تحریک طالبان پاکستان ډلې غړي د ترهګرۍ روزنه کوي.
له تیرو څو میاشتو راهسې په پاکستان کښې امنیت ډیر خراب شوی او د اففانستان له سرحدي سیمو څخه د تحریک طالبان پاکستان او د نورو ټروریسټي ډلو غړي د پاکستان په خاوره کښې حملې او بم چاودنې کوي.