په پاکستان کې د دوو پولیسو وژل کېدل
Aug 02, 2023 02:05 Asia/Kabul
د پاکستان د بلوچستان په کویټه سیمه کې دوه پاکستاني پولیس په ډزو وژل شوي دي.
د پاکستان د بلوچستان په کویټه سیمه کې دوه پاکستاني پولیس په ډزو وژل شوي دي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې په سیمه کې پولیسو د پولیو ضد واکسین کوونکو د امنیت دنده ترسره کوله چې د ناڅرګنده وسله والو له لورې پرې ډزې وشوې او له امله یې دوه پولیس ووژل شول.
د پاکستان په بلوجستان سیمه کې تر دې وړاندې هم د واکسیناتورانو امنیت نیوونکو پولیسو د وژنې خبرونه ورکړل شوي وو.
یو شمېر افراطي ډلې د پولیو ضد واکسین حرام ګڼي او له همدې امله یې مخالفت هم کوي چې په ترڅ کې تر اوسه په پاکستان او افغانستان کې د پولیو ګوزڼ پېښې شتون لري.
ټیګونه