اسلام آباد کښې د ایران او پاکستان اقتصادي مذاکرات پیل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i136540-اسلام_آباد_کښې_د_ایران_او_پاکستان_اقتصادي_مذاکرات_پیل_شول
د دوه اړخیزه اقتصادي ملګرتیاؤ د پراختیا په موخه د ایران او پاکستان خبرې اترې، د دواړو هیوادونو د جګ پوړو چارواکو په ګډون په اسلام آباد کښې پیل شوې.
(last modified 2023-08-02T06:05:03+00:00 )
Aug 02, 2023 10:26 Asia/Kabul
  • اسلام آباد کښې د ایران او پاکستان اقتصادي مذاکرات پیل شول

د دوه اړخیزه اقتصادي ملګرتیاؤ د پراختیا په موخه د ایران او پاکستان خبرې اترې، د دواړو هیوادونو د جګ پوړو چارواکو په ګډون په اسلام آباد کښې پیل شوې.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د اقتصادي ډیپلماسۍ مرستیال «مهدی صفری» د دوه اړخیزه اقتصادي ملګرتیاؤ د پراختیا په چورلیز سره د ایران او پاکستان په مذاکراتو کښې د ګډون په موخه د یو اقتصادی او تجارتي پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته تلی دی.

په پاکستان کښې د ایران سفیر «رضا امیری مقدم»  او د پاکستان د اقتصادي چارو د وزارت مرستیاله میرمن «ثمر احسان» هم د دواړو هیوادونو په اقتصادي مذاکراتو کښې شتون لري.

مهدي صفري د دغو مذاکراتو د پرانستې په غونډه کښې د اقتصادي او سوداګري ملګرتیاؤ د پراختیا د لارې په ستونزو باندې د برلاسي لپاره د دواړو هیوادونو د پياوړې ملګرتیا په ضرورت ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه چې دوست او ورور هیواد پاکستان ته د ایران د لوړرتبه اقتصادي پلاوي د سفر اصلي موخه د دوه اړخیزو موافقو تعقیبونه او د ګډو ګټو په ترلاسه کولو کښې مرسته ده.