آیا پاکستان له امریکا سره نوې امنیتي تړون لاسلیکوي؟
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i136720-آیا_پاکستان_له_امریکا_سره_نوې_امنیتي_تړون_لاسلیکوي
یو نیم سرچینو په پاکستان کې د حکومت له لورې په پټه له امریکې سره د نوی امنیتي تړون د لاسلیکېدو خبرو ورکوي او ویلي چي اسلام آباد له امریکې څخه د نویو فوځي سازوسامان د تر لاسه کولو په لټه کې دی.
(last modified 2023-08-06T04:13:01+00:00 )
Aug 06, 2023 08:05 Asia/Kabul
  • آیا پاکستان له امریکا سره نوې امنیتي تړون لاسلیکوي؟

یو نیم سرچینو په پاکستان کې د حکومت له لورې په پټه له امریکې سره د نوی امنیتي تړون د لاسلیکېدو خبرو ورکوي او ویلي چي اسلام آباد له امریکې څخه د نویو فوځي سازوسامان د تر لاسه کولو په لټه کې دی.

د ایرنا له راپور سره سم، د پاکستان اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې په یوه راپور کې د دې هیواد د یو شمېر سیاسي چارواکو په حوالې سره، لیکلي:  له امریکې سره د نوی امنیتي تړون طرحه تېره ورځ د حکومت د کابینې له لورې تصویب شوه.

د پآکستان د اطلاع رسونې وزیر لا هم دې مسالې ته غبرګون نه دی ښودلی خو د ورځپاڼې په وېنا د پاکستان د حکومت د کابینې په غونډه کې دوو ګډونوالو تایید کړی چي امریکې سره د نوی امنیتي تړون د طرحې CIS-MOA په اړه بحث شوی دی.

اکسپرس ټریبیون زیاتوي چي د سی.آی.اس ام.او.آی، تړون یوه اساسي هوکړه لیک دی چي امریکا له خپلو متحدو او هغو هیوادونو سره لاسلیکوي چي ورسره نژدې فوځې او امنیتي اړیکې لري. دغه تړون د امریکا پنټاګون ته دا اجازه ورکوي چي پاکستان ته تجهیزات او فوځي سازوسامان ورکړي.

د دغه راپور له مخې دغه تړون له دې مخکې په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د پاکستان د لوی درستیز او د امریکا د دفاع وزیر تر مینځ د ۱۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی وو، چي په ۲۰۲۰ میلادي کال کې پای ته ورسېد. خو دواړو هیوادونو دغه مکانیزم تمدید کړی چي په کښې د ځواکونو روزنه، ګډې فوځې اډې او د تجهیزاتو ورکړه شاملیږي.

یوه فوځي چارواکی د امریکا او هند تر مینځ استراتیژیکو اړیکو ته په اشارې سره ویلي چي د امریکا اوږدمهالې ګټې له اسلام اباد سره سمون نه خوري، سره له دې امریکا په ځینو حساسو سیمو کې پاکستان ته ضرورت لري، په دې خاطر د یاد تړون لاسلیک د دواړو لورو په ګټه ده.