بلوچستان کښې د چاودنې له امله ۷ تنه مړه شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i136810-بلوچستان_کښې_د_چاودنې_له_امله_۷_تنه_مړه_شوي_دي
د پاکستان د بلوچستان صوبې په «کیچ» سیمه کښې د سړک په غاړه ښخ کړی شوی ماین چاودلی چې له امله یې ۷ کسان ووژل شول
(last modified 2023-08-07T21:04:45+00:00 )
Aug 08, 2023 01:25 Asia/Kabul
  • بلوچستان کښې د چاودنې له امله ۷ تنه مړه شوي دي

د پاکستان د بلوچستان صوبې په «کیچ» سیمه کښې د سړک په غاړه ښخ کړی شوی ماین چاودلی چې له امله یې ۷ کسان ووژل شول

د پاکستان د بلوچستان صوبې په «کیچ» سیمه کښې د سړک په غاړه ښخ کړی شوی ماین چاودلی چې له امله یې ۷ کسان ووژل شول

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د بلوچستان صوبې د کیچ ضلعې په بالګتر سیمه کښې په یو ګاډي باندې د سړک د غاړې ماین چاودلی چې له امله یې په ګاډي کښې سپاره ۷ کسان مړه شوي دي. په وژل شویو کسانو کښې یو  تن د اسحاق بلوچ په نامه یو ځايي چارواکی دی.

امنیتي ځواکونه وايي چې اسحاق بلوچ له خپلو شپږو خپلوانو سره یوځاې د واده له مراسمو ستنیده چې په یادې سیمې کښې پرې د سړک د غاړې ماین وچاوده. په چاودنه کښې د هغوي موټر هم بیخي ویجاړ شوی دی.

د دغې چاودنې پړه تراوسه چا نه ده منلې.