پاکستان، طالبان د دوحې د تړون په خلاف ورزۍ تورن کړل
د پاکستان پوځ د دغه هیواد له تحریکِ طالبان څخه په ملاتړ باندې د افغانستان د طالبانو د حکومت په تورنولو سره وویل چې د کابل حکومت د دوحې د تړون خلاف ورزي کړې او دا د سیمې د صلحې او امنیت په تاوان دی.
د پاکستان پوځ د دغه هیواد له تحریکِ طالبان څخه په ملاتړ باندې د افغانستان د طالبانو د حکومت په تورنولو سره وویل چې د کابل حکومت د دوحې د تړون خلاف ورزي کړې او دا د سیمې د صلحې او امنیت په تاوان دی.
د افغانستان د طالبانو خلاف د پاکستان د پ،خ د قومندان جنرال سید عاصم منیر وروستۍ څرګندونې پرون په داسې حال کښې وشوې چې کابل د افغانستان په خاوره کښې د ترهګرو عناصرو هر ډول شتون رد کړی او له اسلام آباده یې غوښتي دي چې خپلې کورنۍ ننګونې په افغانستان پورې ونه تړي. د افغانستان واکمنې کابینې هم داشان د پاکستان له تحریکِ طالبان سره د اسلام آباد د حکومت د مذاکرې په ضرورت باندې ټینګار کړی دی.
د پاکستان پوځ پرون مازیګر په یوې خبرپاڼې کښې اعلان کړی چې د پاکستان د پوځ قومندان جنرال عاصم منیر د خیبر پښتونخوا صوبې د قبایلي مشرانو په ټول کښې خپلې وینا کښې وویل: اسلام آباد د افغانستان په خاوره کښې د ترهګرو ډلو د پټنځیو او د هغوي د عمل د آزادۍ په هکله اندیښنه لري.
هغه د افغانستان طالبان د دوحې د صلحې د تړون په خلاف ورزۍ او افغانستاني ښاریز یې په پاکستان کښې په ترهګرو بریدونو کښې په لاس لرلو تورن کړل او خبرداری یې ورکړ چې پاکستان به د ترهګرو شبکو د ختمولو او د خپلو خلکو د ساتنې لپاره له هیڅ کوششه ډډه ونه کړي.