پاکستان، طالبان د دوحې د تړون په خلاف ورزۍ تورن کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i136848-پاکستان_طالبان_د_دوحې_د_تړون_په_خلاف_ورزۍ_تورن_کړل
جنرال عاصم د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د قبایلي مشرانو په ټول کې وویل اسلام آباد د افغانستان په خاوره کښې د ترهګرو ډلو د پټنځایونواو د هغوي د عمل د آزادۍ په هکله اندیښنه لري.
(last modified 2023-08-08T07:07:38+00:00 )
Aug 08, 2023 11:24 Asia/Kabul
  • پاکستان، طالبان د دوحې د تړون په خلاف ورزۍ تورن کړل

جنرال عاصم د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د قبایلي مشرانو په ټول کې وویل اسلام آباد د افغانستان په خاوره کښې د ترهګرو ډلو د پټنځایونواو د هغوي د عمل د آزادۍ په هکله اندیښنه لري.

 

د پاکستان د پوځ  مشر جنرال سید عاصم منیرد تحریک طالبان له ترهه ګرو عناصروپه ملاتړ د افغانستان د طالبانو د حکومت په تورنولو سره وویل چې د کابل حکومت د دوحې د تړون خلاف ورزي کړې او دا د سیمې د سولې او امنیت په تاوان دی.

جنرال عاصم د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د قبایلي مشرانو په ټول کې وویل اسلام آباد د افغانستان په خاوره کښې د ترهګرو ډلو د پټنځایونواو د هغوي د عمل د آزادۍ په هکله اندیښنه لري.د پاکستان د پوځ مشر په داسی حال کی طالبان د امریکا او دغې ډلې ترمینځ  د دوحې موافقې په خلاف ورزۍ تورنوی چی د هغې د مادو په اړه کافي معلومات ندي خپره شوي او امریکا او پاکستان هڅه کوی له هغو له ترهه ګرو ډلو سره د مقابلې لپاره په طالبانو د زیات دباو د اعمالولو لپاره استفاده وکړي . داسی ښکاری په دغه موافقه کې طالبان ژمن شوي دي د افغانستان په خاور کی د ترهه ګروډلو د فعالیت خنډ شي او اجازه ورنکړی د دغه هیواد له خاورې د بل هیواد پرضد استفاده وشی . له دې امله امریکا او پاکستان طالبان د القاعدې او تحریک طالبان په شمول ترهه ګرو ته په پناه ورکولو تورنوی .

د سیاسي مساییلو کارپیژاندې احمد منصور خان په دې باره کی وایی که څه هم امریکا او پاکستان دا خیال کاوه چی طالبان د دوحې تړون په چوکاټ کې محدودولې او د هغو کړچار مدیریت کولای شی خو داسی ښکار ی نه یوازې دا مسله نده پوره شوی بلکې طالبانو تراوسه د افغانستان په خاوره کی د ترهه ګرو د شتون په اړه د امریکا اوپاکستان له لوری مطرح شوي تورونه ردوي چی دا  ورو ورو هغو ترمینځ اړیکي خرابولې شي .

پاکستان همداراز افغان ښاریز په پاکستان کې په ترهه ګرو حملوکې په لاس وهنې تورنوی او په ځلونو یې خبرداری ورکړی دی چی پاکستان به په هره بیه د خپلو ښاریزو د ساتنې اوترهه ګرو شبکو د له مینځه وړلو لپاره له هیڅ اقدامه ډډه ونکړی . دا په دې معنا ده چی ممکنه ده د پاکستان پوځ د ترهه ګرو د له مینځه وړلو لپاره د  افغانستان په خاوره کې عملیات وکړي . د پاکستان د پوځ ځای او موقعیت ته په پام سره چی له هند سره په اتو لسیزو سیالۍ کې ځان پیاوړی بولی اوس د پاکستان په عمومي افکارو کی ښه احساس نلری چی وړکوټی ترهه ګرې ډلې په اسانۍ سره د پاکستان په خاوره کې په پراخو اړخونو کې ډول ډول ترهه ګرې حملې وکړی او د پاکستان پوځ هم هغو کنټرول نکړې شي .

له دې امله کاملا جوته نده چی د پاکستان د پوځ صبر به کله په بشپړه ختم شی چی د افغانستان په خاوره کې پراخ عملیات وکړی ، هغه وضعیت چی طالبانو په ځلونو اسلام اباد ته د هغو د پاییلو په اړه خبرداری ورکړی دی .

د پاکستان د مساییلو کارپیژاندې محسن رویی صفت په دې باره کی وایی په افغانستان کی دا اخیستون موجود دی چی طالبان هماغه راز د پاکستان تر مدیریت لاندې عمل کوی او د پاکستان پوځ نه غواړی د داسی ډلې پرضد عملیات وکړی ځکه چی ممکنه ده په پاکستان کې سخت اجتماعي او امنیتی کړکیچ سبب شی ، په عین حال کی د پاکستان پوځ باید د دغه هیواد عمومي افکارو ته هم ځواب ورکړی چی وړکوټی ترهه ګره ډله د هغه قدرت او اقتدار تر پوښتنې لاندې راولی .

د پاکستان د پوځ د مشر په وینا په دغه هیواد کې ترهه ګری ځای نلری او په پاکستان کې په ترهه ګرو پیښوکې د افغان ښاریزو لاس درلودل د سیمې د سولې او ثبات لپاره تاوانی دي او دا د دوحې د سولې له موافقې د طالبانو انحراف ښی چی طالبان یې نه منی . په عین حال کی جنرال عاصم منیر د دوحې د موافقې په مخکې کولو سره کوشش کوی په دې اړه د امریکا حساسیت هم راوپاروی .

په دې اړه د جنرال عاصم منیر لیدتوګه چی د ترهه ګرۍ وروستی څپه د پاکستان له حکومت سره د مزاکراتو د له سره پیلولو لپاره د ترهه ګرو له لوری یوه بیهودهاو چټی هڅه ده ، هغه مهمه موضوع ده چی د پاکستان د امنیتی بدلونونو لرلید د شک په شرایطو کې راولی ځکه چی د پاکستان د پوځ د قوماندانانو له نظره د ترهه ګرو په تیره بیا تحریک طالبان لپاره له دې پرته بله هیڅ ټاکنه نشته له خپلې تباهۍ وړاندی ځانونه تسلیم کړی . هغه غوښتنه چی نه یوازې  په ځلونو د تحریک طالبان له لوری رد شوی بلکې په پاکستان کې د امنیتی کړکیچ د ختمولو لپاره د هر ډول بدلون د مخنیوی سبب کیږی .