دموقته لومړی وزیر نوم تراوسه ندی فاینل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i136870-دموقته_لومړی_وزیر_نوم_تراوسه_ندی_فاینل_شوی
د پاکستانی رسندویو له راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په داسی حال کی دا خبره کړی ده چی نن د ایتلافی حکومت وروستۍ ورځ ده
(last modified 2023-08-08T22:28:05+00:00 )
Aug 09, 2023 02:55 Asia/Kabul
  • دموقته لومړی وزیر نوم تراوسه ندی فاینل شوی

د پاکستانی رسندویو له راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په داسی حال کی دا خبره کړی ده چی نن د ایتلافی حکومت وروستۍ ورځ ده

شهباز شریف ویلی دی چی د پارلیمان د ړنګولو سمری به نن ولسمشر عارف علوی ته ولیږل شی .

شهباز شریف ویلی دی چی که کوم نوم مخ ته راشی نو بیا به د اپوزیشن له مشر سره ورباندې خبره وکړم .

ده همداراز زیاته کړی ده چی د لومړی وزیر په اړه فیصله په سلاومشورې سره کیږی او نواز شریف سره په دې اړه سلاومشوره روان ده . ده وویل زمونږ هڅه دا ده چی موقته لومړی وزیر داسی وی چی ټولو لپاره د منلو وړ وی .

د شهباز شریف دا خبرې په داسی حال کی کیږی چی په رسندویو کې د موقته لومړی وزیر لپاره مختلف نومونه اخیستل کیږی .په دغو نومونو کی یو نوم د حفیظ شیخ هم ډیر مطرح دی .

ویل کیږی چی کیدلی شی د موقته حکومت وخت اوږد شی اوپه دریو میاشتو کې نوی ټاکنې ترسره نشی .