دپاکستان شیعیانومقدساتوته د سپکاوی د جنجالی قانون په تصویبیدا اعتراض وکړ
اسلامي مقدساتو ته د سپکاوی په قوانینو کې د اصلاحیې په نهایی تصویبیدا پسې چی له تیرکال پرې بحث پیل شوی وو ، د سیاسي او مذهبي ګوندونو او ډلو له جدی ملاحظاتو سره سره د پاکستان د پارلیمان په څرګنده غونډه کې تصویب شو
د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان د شیعیانو وحدت مسلمین ګوند د دغه هیواد په پارلیمان کې مقدساتو د سپکاوی د قوانینو د اصلاحیې تصویبیدا په پاکستان کې د اسلامي مذهبونود پیروانو ترمینځ د سولې او وروګلوۍ د فضا د خرابولو لپاره د تکفیري عناصرو یو چل وباله .
اسلامي مقدساتو ته د سپکاوی په قوانینو کې د اصلاحیې په نهایی تصویبیدا پسې چی له تیرکال پرې بحث پیل شوی وو ، د سیاسي او مذهبي ګوندونو او ډلو له جدی ملاحظاتو سره سره د پاکستان د پارلیمان په څرګنده غونډه کې تصویب شو . د وحدت مسلمین ګوند مشر په اسلام اباد کی په یوه خبری غونډه کې د نوموړی بل تصویبیدا یو تور قانون او د پاکستان له اساسی قانون سره په تضاد کې وباله او زیاته یې کړه دغه هیواد د یوې فرقې په اساس نه بلکې د ایوې ایډیا او اسلامي ارزښتونو په اساس جوړ شوی او د دغه هیواد مسلمانانو هیڅکله د هیواد په جوړولو کېژ د فرقه پالنې تصور نه درلوده .
هغه په پاکستان کې له دغه قانون د افراطیانو د ناوړې استفادې په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل په پاکستان کی شیعه او سنی د خپل ګډ دښمن د دسیسو په وړاندی خبر دي او هیڅکله اجازه نه ورکوي چی تکفیری ملاتړي په پارلیمان کې له تصویب شویو قوانینو په ناوړه استفادی سره د ښاریزو روا حق چخنی کړي .