د پاکستان د خپلواکۍ جشن په تهران کښې هم ولمانځل شو
ایران کښې د پاکستان سفیر د اسلام آباد او تهران اړیکه دوستانه او ورورولیزه وبلله او ویې ویل: د دواړو هیوادونو اړیکې تاریخي نزدې والی او ژوره کلتور ي او مذهبي جرړه لري او مخ په پراختیا ده.
د ایرنا د خبر له مخې، په تهران کښې د پاکستان سفیر «رحیم حیات قریشي» د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۵ کلیزې ژه دستورو کښې، د دې ورځې تاریخي اهمیت او د دغه مسلمان او خپلواکه هیواد بنسټګرو ته د احترام په ادا کولو او هم داشان یې په ایران کښې هستوګنې پاکستاني ټولنې ته د مبارکۍ په ویلو سره ټینګار وکړ: پاکستان او ایران تل د دوو وروڼو او ملګرو ولسونو په شان دي چې اړیکې یې په تاریخي نزدې والي او په ژونرو کلتوري او مذهبي بنیادونو ولاړې دي.
د پاکستان د خپلواکۍ د پنځه اویایمې کلیزې رسمي مراسم پرون په تهران کښې د پاکستان د سفارت د کارکوونکو او په ایران کښې د اوسیدونکو یوشمیر پاکستانیانو په شتون سره ترسره شول. دغه مراسم د پاکستان په قومي ترانې پیل شول او سفیر، رحیم حیات قریشي قائداعظم محمد علي جناح، علامه اقبال او د پاکستان د هغه ولسي غورځنګ نورو مشرانو ته د احترام په وړاندې کولو سره چې د برصغیر مسلمانان یې د یو خپلواکه مسلمان هیواد د جوړولو په لور لارښوونه کړل، د پاکستان بیرغ پورته کړ.
د دستورو په دوام کښې د پاکستان د ولسمشر، وزیراعظم او خارجه وزیر پيغامونه ولوستې شول.