د پاکستان ودګنی له امیل سره یوځاې د بریښنا دفتر ته ورغی
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پنجاب صوبې په میان چنو سیمه کښې د بریښنا له زیات بیل څخه پوزی ته راغلی ودګنی د ورا او د جنج په بڼه له اعتراض کونکو کسانو سره یوځاې د ملتان الیکټریک پاور کمپنۍ یعني د میپکو دفتر ته ورغی.
دغه ودګنی د نښې په توګه ځان ته یوه پچکاري هم لګولي وه او د ورا په جوړولو سره د میپکو دفتر ته ورسید او ویې وویل چې د بریښنا بیل زما ټوله انرژۍ ایستلي ده.
بل خوا د پاکستان د پنجاب صوبې په سرګودها سیمه کښې یوشمیر ړندو او ګونګیانو هم د بریښنا د بیو د زیاتیدا او د ډیرو بیلونو د راتلو په وجه اعتراض وکړ او د ټټرو په وهلو سره په ځمکې څملاستل او په سرګودها ښار کښې نورو ښاریزو هم د بریښنا د بیو د زیاتیدا پرضد اعتراض وکړ.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پیښور کښې هم نرښځیو د بریښنا د بیو د زیاتیدا پرضد په سړکونو کښې مظاهرې وکړې او د پنجاب صوبې په چنیوټ کښې هم هیجړاګانو د بریښنا د بیو د زیاتیدا په هکله لاریون کړی دی.
دغه راز د پاکستان د سیند صوبې په سکهر ښار او د پنجاب صوبې په پنډۍ ښار او لاهور ښارونو کښې هم خلکو او تاجرانو د بریښنا د بیو د زیاتیدا پرضد اعتراضونه او مظاهرې وکړې.