تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښته؛ "دوه کسان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i138158-تورخم_کې_د_طالبانو_او_پاکستاني_ځواکونو_نښته_دوه_کسان_وژل_شوي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د د طالبانو حکومت دوو سرچینو وویل، چې د طالب ځواکونو او پاکستاني عسکرو له نښتې وروسته په تورخم کې د تګ راتګ لار تړل شوې.
(last modified 2023-09-06T09:48:16+00:00 )
Sep 06, 2023 14:15 Asia/Kabul
  • تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښته؛

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د د طالبانو حکومت دوو سرچینو وویل، چې د طالب ځواکونو او پاکستاني عسکرو له نښتې وروسته په تورخم کې د تګ راتګ لار تړل شوې.

د طالبانو د حکومت یوه ځايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې دوه کسان د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.

د دغې سرچینې په وینا، وژل شویو کې یو موټر چلونکی او بل طالب شامل دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، جګړه اوس درېدلې او د مرګژوبلې په اړه کره مالومات نه لري.

دغه وزارت په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي، "یاده نښته د پاکستاني پوځیانو لخوا په افغان ځواکونو د لومړيو ډزو په پايله کې رامنځته شوه، چې افغان ځواکونو د پاکستان بريد ته ځوابي غبرګون وښود او نښته رامنځته شوه."

خو د پاکستان لخوا په دې اړه لا څه نه دي ویل شوي.

طالب چارواکي وايي، د دواړو لوريو چارواکي له دې نښتې خبر دي او "هڅه کېږي چې د دې نښتې عوامل او په راتلونکي کې د داسې پيښو د تکرار مخنيوی وکړي."

هغه ویډیوګانې چې ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي ښيي، چې د دواړو خوا ترمنځ ډزې روانې دي او ټپیان په کې لیدل کېږي.

په تورخم کې یو ځايي خبریال وايي، پاکستاني ځواکونه د هغې پوستې پر جوړېدو خوښ نه وو چې طالبانو جوړوله.

تورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ دتلو را تلو مهمه لار ده چې هره ورځ زرګونه کسان پرې تګ راتګ کوي. پر دې کرښه د طالب ځواکونو او پاکستاني پوځیانو  ترمنځ د بېلا بېلو لاملونو له کبله پخوا هم نښتې شوې دي.