ایران او پاکستان خپلې ملګرتیاوې نوره هم پراخوي
امیری مقدم ټينګار کړی، د ایران او پاکستان مشرانو فیصله کړې ده په ټولو ډګرونو کې ددواړو هیوادونو اړیکې لا پراخې شي او د ایران او پاکستان دتجارتي اواقتصادي ملګرتیاؤ پراختیا په لومړیتوب کې ده.
په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دایران او پاکستان اړیکې په دوو بدنونو کې د یوه روح په شان دي.
په پاکستان کې دایران سفیر رضا امیري مقدم په اسلام اباد کې له ایران پریس خبری آژانس سره په خبرو کې روښانه کړې ده ، دپاکستان او ایران ولسونه سره ډير مشترکات لري او دواړه ملتونه سره ګډ تمدن،ژبنۍ ريښې ،اعتقاد او مشترګ کلتور لري.
په اسلام اباد کې دایران سفیر ووئيل، دایران او پاکستان اړیکې د تاریخ په اوږدو کې د ورورولۍ اوغوره دوستئ اړیکې دي .
امیری مقدم ټينګار کړی، د ایران او پاکستان مشرانو فیصله کړې ده په ټولو ډګرونو کې ددواړو هیوادونو اړیکې لا پراخې شي او د ایران او پاکستان دتجارتي اواقتصادي ملګرتیاؤ پراختیا په لومړیتوب کې ده.