د کابل حکومت د ټي ټي پي دحملو د مخنیوی مسئول دی
د پاکستان خارجه وزیر په یوه خبری ناستې کې ووئيل، دافغانستان حکومت د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي د حملو د مخنیوي مسئول دی.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، د پاکستان د موقته حکومت خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني له افغانستان سره ددغه هیواد دتاؤتریخوالو په زیاتیدا پسې ټينګار کړی ،دکابل حکومت مسئولیّت لري څو دپاکستان په خاوره د تحریک طالبان دترهه ګرو وګړو د حملو مخنیوی وکړي.
هغه زیاته کړې ده ،د اسلام اباد حکومت له کابله تمه لري څو دټي ټي پي پشمول درست بلوه ګر او ترهه ګر عناصر وځپي.
تحریک طالبان پاکستان تي ټي پي د وږې دمیاشتې په ۱۵نیټه اعلان کړی چې خیبر پختونخواه صوبې په چترال سیمې کې ئې د پاکستان د پوځ دوې پستې نیولي دي.
د رسندویو د راپورونو په اساس دپاکستان پوځ ددغې پيښې په غبرګون کې روښانه کړې ده ، دغه جګړه مار و د افغانستان له کنړ اونورستان ولایتونو کې له سرحدي سیمو په دغو عملیاتو کې ګډون کړی دی.
له دې وروسته د پاکستان خارجه وزارت په دغو یرغلونو او دغه راز په تورخم سرحدي سترې لارې کې په نښتو باندې په اعتراض کې په اسلام اباد کې د افغانستان د موقته حکومت سفیر احضار کړ.
په عین حال کې د پاکستان خارجه وزیر ټینګار کړی دی ،هیواد ئې دافغانستان له حکومت سره تعامل ته دوام ورکوي.
د افغانستان د طالبانو دحکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد له دې مخکې وئيلي وو،تحریک طالبان پاکستان دافغانستان په خاورې کې هیڅ ځائيګی نه لري.طالبان ټي ټي پي یا بلې هرې یوې ترهه ګرې ډلې ټپلې ته اجازت نه ورکوي،څو د افغانستان له خاورې د نورو هیوادونو په ضد فعالیتونه وکړي.