د طالبانو حکومت په پاکستان د حملو د مخنیوي مسوول دی
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د افغانستان د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان یعني د ټي ټي پي ډلې د حملو د مخه د نیولو مسوول وباله.
هغه له افغانستان سره د پاکستان له تاوتریخوالو وروسته ټینګار وکړ د کابل حکومت مسوولیت لري چې د پاکستان په خاورې باندې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې د حملو مخه ونیسي.
د پاکستان د باندنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني زیاته کړه د اسلام اباد حکومت له کابل څخه هیله لري چې په سرحدي سیمو کښې د تحریک طالبان پاکستان ډلې په شمول ټول بلواګر عناصر وځپي.
تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې په تیرې چهارشنبې ورځ وویل چې د خیبر پښتونخوا په چترال سرحدي سیمه کښې یې د پوځ دوې(۲) پوستې نیولي دي.
د پاکستان پوځ دغه پیښې ته په غبرګون کښې وویل د تحریک طالبان پاکستان ډلې جنګیالیو په دغو عملیاتو کښې د افغانستان له نورستان او کونړ ولایتونو څخه ګډون کړی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په چترال سیمې باندې حملې او د تورخم په سرحدي لاره کښې په نښتې باندې د اعتراض لپاره په اسلام اباد کښې د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت سفیر احضار کړ.
سره له دې د پاکستان خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني ټینګار وکړ چې اسلام اباد هماغه راز د افغانستان د طالبانو له حکومت سره تعامل ته دوام ورکوي.