پاکستان کښې د پټرولیم محصولاتو بیې بیا لوړې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i138620-پاکستان_کښې_د_پټرولیم_محصولاتو_بیې_بیا_لوړې_شوې
د پاکستان حکومت په تیره یوه میاشت کښې پرله پسې په دریم ځل د تیلي محصولاتو قیمتونه لوړ کړي دي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Sep 17, 2023 04:10 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د پټرولیم محصولاتو بیې بیا لوړې شوې

د پاکستان حکومت په تیره یوه میاشت کښې پرله پسې په دریم ځل د تیلي محصولاتو قیمتونه لوړ کړي دي.

د پاکستان حکومت په تیره یوه میاشت کښې پرله پسې په دریم ځل د تیلي محصولاتو قیمتونه لوړ کړي دي.

په داسې حال کښې چې په پاکستان کښې په تیره میاشت کښې د پټرولو قیمتونه د دغه هیواد په تاریخ کښې خپلې ترټولو لوړې سویې ته رسیدلي دي، د اسلام آباد حکومت یوځل بیا د پټرولیم محصولاتو بیه زیاته کړې ده.

د پاکستان د تیلو او ګیس د مقرراتو د سازمان د اعلان له مخې، د پټرولو د هر لیټر بیه ناڅاپه ۲۶ روپۍ زیاته شوه او د پاکستان د سونګو د قیمت یو بل تاریخي ریکارډ یې جوړ کړ.

د نوي نرخ له مخې په پاکستان کښې د هر لیټر پټرولو قیمت ۳۳۱ روپۍ (تقریباً ۵۲زره ایراني تومان) ټاکل شوې او د ډیزلو قیمت هم په ۱۷ روپۍ زیاتوالي سره ۳۲۹ روپیو ته ورسیده.