په پاکستان کې امنیتی ځواک اته ترهه هلاک او پنځه نور ونیول
د پاکستان پوځ او حکومت د افغانستان په طالب چارواکو تور لګوي چې د ټي ټي پي د ترهه ګرو وګړو په ضد چې په افغانستان کې دیره دي،هیڅ ډول اقدامات نه کوي او دوي د افغانستان له خاورې په پاکستان کې ورانکار اقدامات کوي.
زمونږخبریال د دنیا نیوز له قوله راپور راکړ، دپاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په دوو ضلعو کې د ترهه ګرو او دهغوی د سهولت کارو په ضد د امنیتی ځواک په یولړ عملیاتو کې دبنو په جانی خیلو کې له ترهه ګرو سره په مخامخیدا کې شپږ ترهه ګر هلاک او پنځه نور هم ونیول .
د پاکستان د پوځ د ا ئي ایس پی آر د اعلامیې په اساس دخیبر پختونخواه صوبې په دته خیلو کې هم دترهه ګرو په ضد په عملیاتو کې دوه ترهه ګرهلاک شوي دي. په راپور کې وئیل شوي دي ،ترهه ګرو د اګست په ۳۱نیټه په جانی خیلو کې پر پوځي کاروان باندې په ځان مرګي برید سره یو شمیر پوځیان وژلي وو. په ر اپور کې دا هم وئیل شوي چې د ترهه ګرو له پټنځایونو څخه یو شمیر وسلې او چاودیدونکي توکي او نور مهمات او نقشې هم کشف او ضبط شوي دي .
داپه داسې حال کې دي دي چې په همداوروستیو کې یو ځل بیا د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ترهه ګرو وګړو دپاکستان په مختلفو سیمو کې خپل جنایتونه زیات کړي دي چې د پاکستان پوځ او حکومت د افغانستان په طالب چارواکو تور لګوي چې د ټي ټي پي د ترهه ګرو وګړو په ضد چې په افغانستان کې دیره دي ، هیڅ ډول اقدامات نه کوي او دوي دافغانستان له خاورې په پاکستان کې ورانکار اقدامات کوي.