د تورخم  دسترې لارې تړل کیدا،افغان تاجرانو ته۵۰میلیون ډالری تاوانونه اړولي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i139096-د_تورخم_دسترې_لارې_تړل_کیدا_افغان_تاجرانو_ته۵۰میلیون_ډالری_تاوانونه_اړولي
هره ورځ له پاکستانه  کابو درې سوه ګاډو ته افغانستان ته د تلو اجازت ورکول کیږي،خو په مقابل کې یوازې دیرش ټریلرې پاکستان ته د واریدیدا اجازت ترلاسه کوي.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Sep 27, 2023 02:44 Asia/Kabul
  • د تورخم  دسترې لارې تړل کیدا،افغان تاجرانو ته۵۰میلیون ډالری تاوانونه اړولي

هره ورځ له پاکستانه  کابو درې سوه ګاډو ته افغانستان ته د تلو اجازت ورکول کیږي،خو په مقابل کې یوازې دیرش ټریلرې پاکستان ته د واریدیدا اجازت ترلاسه کوي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،  د افغانستان یو شمیر تاجرانو  ددغه هیواد په ختیځ کې د ننګرهار له والی  ملامحمد نعیم اخوند سره په کتنې کې ووئیل،د پاکستان په وسیله د تورخم دسترې سرحدي لارې  له نهو ورځو راهسې دتړل کیدا په نتیجې کې  افغان  تاجرانو ته   څه دپاسه پنځوس میلیون ډالری تاوانونه اوښتي دي.

دغو تاجرانو ووئیل،هره ورځ له پاکستانه  کابو درې سوه ګاډو ته افغانستان ته د تلو اجازت ورکول کیږي،خو په مقابل کې یوازې دیرش  ټریلرې  پاکستان ته د واریدیدا اجازت ترلاسه کوي.

په دغې کتنې کې افغان تاجرانو ټينګار کړی دی ، دوي  د افغانستان د تجارت په وړاندې د  پاکستان د حکومت اقدامات بې انصافی  ګڼي.

تاجرانو دننګرهار له والی وغوښتل څو د سبزو، میوو او خوراکی موادو  ګاډو ته دې  دبار د خرابیدو  په دلیل  له سرحدي لارې د زرتیریدا اجازت ورکړل شي.

د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تورخم سر حدي لاره  په همداوروستیو کې په پولې کې د پاکستانیو او طالب ځواکونو ترمینځ دنښتو له امله  له تیرو نهو ورځو راهسې د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده، چې د  سرحدي  سیمو د اوسیدونکو لپاره ئې ډیرې زیاتې ترینګلتیاوې راولاړې کړي دي