پاکستان، افغانستان او هندوستان د حملو ذمه وار وبلل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i139302-پاکستان_افغانستان_او_هندوستان_د_حملو_ذمه_وار_وبلل
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان پوځ ته نږدې یوې ورځپاڼې «ایکسپریس ټریبیون» په یوه مطلب کښې افغانستان او هندوستان په پاکستان کښې د تیرې جمعې ورځې د ترهګرو حملو مسوول وبلل.
(last modified 2023-10-01T09:35:13+00:00 )
Oct 01, 2023 07:57 Asia/Kabul
  • پاکستان، افغانستان او هندوستان د حملو ذمه وار وبلل

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان پوځ ته نږدې یوې ورځپاڼې «ایکسپریس ټریبیون» په یوه مطلب کښې افغانستان او هندوستان په پاکستان کښې د تیرې جمعې ورځې د ترهګرو حملو مسوول وبلل.

په تیرې جمعې ورځ د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونښتوا صوبو کښې په دوو ترهګرو بم چاودنو کښې اویا کسان وژل شوي او یوسل پنځوس نور ژوبل شوي وو خو تراوسه کومې ترهګرې ډلې د دغو بریدونو ذمه واري پرغاړه نه ده اخیستي.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د پاکستان د تیرې جمعې ورځو ترهګرو حملو ته په اشارې سره ولیکل دغو بریدونو یوځل بیا د پاکستان پرضد د افغانستان او د هندوستان شیطاني پیوند چې په پاکستان کښې د ناکرارۍ اصلي عامل دی ښکاره کړ.

دغه ورځپاڼه مخکې لیکي دغه ترهګرې حملې د پاکستان دغه دریځ چې افغانستان تل  د داعش  او د تحریک طالبان ترهګرې ډلې پناه ځای و او دی ثابتوي.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په دوام کښې ټینګار کړی اوس له پاکستان څخه د افغانستان د غیر قانوني کډوالو د ایستلو ډاډمن وخت رارسیدلی دی ځکه چې د افغانستان په دغو مهاجرینو کښې ترهګر او جنایتکاره عناصر پټ شوي دي او د پاکستان په بې ګناه خلکو  حملې کوي.