پاکستان، افغانستان او هندوستان د حملو ذمه وار وبلل
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان پوځ ته نږدې یوې ورځپاڼې «ایکسپریس ټریبیون» په یوه مطلب کښې افغانستان او هندوستان په پاکستان کښې د تیرې جمعې ورځې د ترهګرو حملو مسوول وبلل.
په تیرې جمعې ورځ د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونښتوا صوبو کښې په دوو ترهګرو بم چاودنو کښې اویا کسان وژل شوي او یوسل پنځوس نور ژوبل شوي وو خو تراوسه کومې ترهګرې ډلې د دغو بریدونو ذمه واري پرغاړه نه ده اخیستي.
ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د پاکستان د تیرې جمعې ورځو ترهګرو حملو ته په اشارې سره ولیکل دغو بریدونو یوځل بیا د پاکستان پرضد د افغانستان او د هندوستان شیطاني پیوند چې په پاکستان کښې د ناکرارۍ اصلي عامل دی ښکاره کړ.
دغه ورځپاڼه مخکې لیکي دغه ترهګرې حملې د پاکستان دغه دریځ چې افغانستان تل د داعش او د تحریک طالبان ترهګرې ډلې پناه ځای و او دی ثابتوي.
ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په دوام کښې ټینګار کړی اوس له پاکستان څخه د افغانستان د غیر قانوني کډوالو د ایستلو ډاډمن وخت رارسیدلی دی ځکه چې د افغانستان په دغو مهاجرینو کښې ترهګر او جنایتکاره عناصر پټ شوي دي او د پاکستان په بې ګناه خلکو حملې کوي.