Oct 04, 2023 05:19 Asia/Kabul
  • د پاکستان په ټانک کې لس ترهه ګر هلاک شوي دي

په وروستیوڅو میاشتو کې په خیبرپختونخواه او بلوچستان صوبو کې د ترهه ګرو جنایتکارو بوږنونکي اقدامات په اوڅاره توګه زیات شوي دي ،ان تر دې چې  د پیغمبر اکرم(ص) د نیکمرغه میلاد په ورځ  او د خدای په کور کې  محمدي مینه وال هم د دوي له جنایتونو او شره خوندي نه دي او په دغې ورځې په دغو دواړو صوبو کې  د وحشي ترهه ګرو په ځان مرګو بریدونو کې په سلګونو  مسلمانان شهیدان او ټپیان شوي دي.

vزمونږخبریال د دنیانیوز له قوله راپور راکړ،  دپاکستان دپوځ دعمومی اړیکو ادارې (آئي ایس پي آر) په یوې خبرتیا کې وئيل شو ي دي ،امنیتی ځواک مسئولانو دځينو پټو اطلاعاتو په اساس د خیبر پختونخواه صوبې په ټانک  ضغلې کې په پيزو سیمې کې د وسلوالو ترهه ګرو دپټنځاي په خلاف ځانګړی عملیات ترسره کړل چې ترهه ګرو  هم پر امنیتی ځواک سختې ډزې وکړې او په  دغې نښتې کې لس ترهه ګر په ټکه هلاک  کړئ شوي دي.

په دغې خبرتیا کې وئيل شوي دي د ترهه ګرو له پټنځایه زیات شمیر وسله او نور مهمات او نقشې او دغه راز ډير چاودیدونکی توکي او ډيټونیټرز هم کشف شوي دي. داهم و ئيل شوي دي چې دغه ترهه ګرو   د هیواد په مختلفو سیمو په تیره بیا په خیبر پختونخواه صوبې کې په بته اخستو ،ډکو ،ویرې او وحشت خورونې او برمتګرئ کې هم  لاس درلودۀ. د سیمې اوسیدونکو د امینتی  ځواک  ددغو عملیاتو تود هرکلی کړی او وئیلي ئې دي چې  دترهه ګرو په ضد به  امنیتی مامورانو سره هر ډول ملګرتیا او مرسته وکړي .

یاده دې وي چې په وروستیوڅو میاشتو کې په خیبرپختونخواه او بلوچستان صوبو کې د ترهه ګرو جنایتکارو بوږنونکي اقدامات په اوڅاره توګه زیات شوي دي ،ان تر دې چې  د پیغمبر اکرم(ص) د نیکمرغه میلاد په ورځ  او د خدای په کور کې  محمدي مینه وال هم د دوي له جنایتونو او شره خوندي نه دي او په دغې ورځې په دغو دواړو صوبو کې  د وحشي ترهه ګرو په ځان مرګو بریدونو کې په سلګونو  مسلمانان شهیدان او ټپیان شوي دي.

 

ټیګونه