د پاکستان له زندانونو سل افغان کډوال خوشي شوي
د افغانستان د سفارت په خبرتیا کې همدرااز راغلی دي ،تر دې د مه ډیری افغان ښاریز د سند صوبې په مختلفو زندانونو کې شپې سبا کوي او دهغوي د خوشي کیدا لپاره هم هڅې روانې دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت دپاکستان له زندانونو د نور سلو افغان مهاجرینو دخوشی کیدا خبر ورکړی دی.
په روستیو میاشتو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو دنیولو،بندي کولو یا ویستلو او له دوي سره د بد چلند موضوع د کابل او اسلام اباد په اړیکو کې په یوه چیلنج بدله شوې ده . څه دپاسه څلور لسیزو راهسې دافغانستان په میلیونونو کډه په سر شوي خلک په نورو هیوادونو په تیره بیا په ایران او پاکستان کې ژوند کوي.
زمونږخبریال د آوا خبری آژانس له قوله راپور راکړ،په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پرون په یوې خبرتیا خپرولو سره وئیلي دي ، په دغو خوشي شوو سلو افغان کډوالو کې ۳۶ماشومان هم شامل دي او په کراچۍ کې خوشي شوي او دافغانستان د کونسلګرۍ په لګښت سره به خپل هیواد ته بیرته ستانه شي.
د افغانستان د سفارت په خبرتیا کې همدرااز راغلی دي ،تر دې د مه ډیری افغان ښاریز د سند صوبې په مختلفو زندانونو کې شپې سبا کوي او دهغوي د خوشي کیدا لپاره هم هڅې روانې دي.