د پاکستان  په لور د سونګو قاچاق مو کنټرول کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i139774-د_پاکستان_په_لور_د_سونګو_قاچاق_مو_کنټرول_کړی_دی
د پاکستان موقتی لومړی وزیر وائی ،د اسعارو ،او دشیانو د قاچاق د درولو لپاره  ددغه هیواد دپوځ او حکومت  د ګډو عملیاتو په پیلیدا پسې،تر ډیره حده د سونګو غیر قانوني واریدیدا پيزواني شوې ده.
(last modified 2023-10-11T03:47:46+00:00 )
Oct 11, 2023 02:39 Asia/Kabul
  • د پاکستان  په لور د سونګو قاچاق مو کنټرول کړی دی

د پاکستان موقتی لومړی وزیر وائی ،د اسعارو ،او دشیانو د قاچاق د درولو لپاره  ددغه هیواد دپوځ او حکومت  د ګډو عملیاتو په پیلیدا پسې،تر ډیره حده د سونګو غیر قانوني واریدیدا پيزواني شوې ده.

 د ۲۰۲۳کال په اګست میاشت کې د پاکستان د یوه غیرپوځي اطلاعاتي اورګان د راپور له خپریدا وروسته  چې مدعي شوی ، په کال کې  پاکستان ته له ایرانه  څه دپاسه دوه میلیارډلیټره سونګ قاچاق کیږي، د انوار الحق کاکړ په مشرۍ  د اسلام اباد حکومت  له ایران او افغانستان سره  دپاکستان په ټولو ګډو پولو کې د شیانو له قاچاق سره  دمبارزې پلان په پراخ ډول اجرا کړی دی.

 په دغه راپور  کې ادعا شوې چې دبلوچستان صوبې  ډیری حکومتي چارواکي  او سیاسی مشران  د سونګو د قاچاق د لابۍ برخه دي .

زمونږخبریال د ایکسپریس نیوز  د ویب پاڼې له قوله راپور راکړ،  د پاکستان لومړي وزیر انوار الحق کاکړ پرون  خبریالانو سره په غیر رسمي خبرو کې ووئیل ،   د اسعارو او شیانو قاچاق  د پاکستان د اقتصادي امنیت لپاره یو جدي ګواښ حسابیږي.

کاکړ صیب وئیلی دي ، هره ورځ  په غیرقانونی توګه  دایران قاچاق شوي سونګو کابو ۲۷ زره ګاډي او  پاکستان ته واریدیږي چې  د پوځي او حکومتي اورګانونو دګډو عملیاتو او پلان په پلیدا پسې تر ډیره حده دغه  کار کنټرول شوی او له پولو ددغو غیر قانونی ګاډو تګ راتګ تقریبا بند شوی دی.

 د پاکستان لومړي وزیر ووئيل، په ۲۰۲۰ کال کې   دپاکستان اقتصاد ته له ایرانه د شیانو دقاچاق   دوه میلیارډډالری تاوان له اټکل سره سره ،تر تیرې میاشتې پورې  او دپه پولو کې د غیر قانوني تجارت  ددریدالپاره د اسلام اباد په فیصلې پسې ، د بلوچستان صوبې خلکو د  ځوانانو لپاره د کارکسب د نه شتون په پلمه  د سونګو قاچاق او پيرپلور قانوني باله.