افغانستان د پاکستان پرضد د ګواښونو سرچینه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i139910-افغانستان_د_پاکستان_پرضد_د_ګواښونو_سرچینه_ده
شفقنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د پاکستان ډيپلوماټ د افغانستان د کډوالو په ایستلو باندې نیوکو ته په غبرګون کښې افغانستان د پاکستان پرضد د امنیتي ګواښونو سرچینه وباله.
(last modified 2023-10-13T21:20:15+00:00 )
Oct 14, 2023 01:36 Asia/Kabul
  • افغانستان د پاکستان پرضد د ګواښونو سرچینه ده

شفقنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د پاکستان ډيپلوماټ د افغانستان د کډوالو په ایستلو باندې نیوکو ته په غبرګون کښې افغانستان د پاکستان پرضد د امنیتي ګواښونو سرچینه وباله.

پاکستان ، تحریک طالبان پاکستان ډله تر ټولو اصلي ترهګر ګواښ ګڼي او اسلام اباد تل دغه خبره تکراروي چې تحریک طالبان پاکستان ټروریسټي ډله خپلې ترهګرې حملې د افغانستان په خاوره کښې پلانوي او له طالبانو لارښونه ترلاسه کوي خو طالبانو ډله دغه تورونه ردوي.

پاکستان له تیرو څو اونیو راهسې د افغانستان د کډوالو په پراخه سویه د نیولو او ایستلو په دلیل د ډیرو هیوادونو او د بشر دوستانه نړیوالو ارګانونو لخوا له نیوکو سره مخامخ شوی دی.

د ملګروملتونو د بشري حقوقو په شورا کښې د پاکستان د استازي مرستیال زمان مهدي افغانستان د ترهګرو ګواښونو د سرچینې په توګه معرفي کړ.

زمان مهدي د دغه تور له مطرح کولو د افغانستان د ښاریزو د ایستلو لپاره د پاکستان د پولیسو د عملیاتو د توجیه لپاره استفاده وکړه او ویې ویل پاکستان د امنیتي ګواښونو په علت له نړیوالو ارګانونو غواړي چې د افغانستان د کډوالو خپل هیواد ته د بیرته ستنیدا زمینه برابره کړي.

پاکستان وايي چې په دغه هیواد کښې په اکثرو ترهګرو حملو ، ځان وژونکو بم چاودنو او غلاګانو او جرمونو کښې د افغانستان ښاریز لاسونه لري او دغه راز د افغانستان ښاریزو د پاکستان اقتصاد ته هم زیات تاوان رسولی دی.