د ناقانونه کډوالو د ایستلو پلان نهايي شوی
Oct 27, 2023 01:04 Asia/Kabul
پاکستاني چارواکي وايي، چې د افغانانو په ګډون، د ناقانونه بهرنیو کډوالو د ایستلو پلان یې نهايي کړی دی.
د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي رسنيو ته ویلي، چې دا یو سخت او له ننګونو ډک کار دی، خو د دوی حکومت ژمن دی چې ناقانونه کډوال به له پاکستان څخه وباسي.
د نوموړي په خبره، د ناقانونه کډوالو د ایستلو د بهیر په پیل کې به دا کسان موقتي مرکزونو ته وړل کېږي، خو د دې تر څنګ هغه خلک چې په خپله خوښه وځي همکاري به ورسره وشي.
د يادونې ده چې دا مهال شاوخوا ۱.۷ ميليونه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري، په دغه هېواد کې مېشت دي.
ټیګونه