ازاد کشمیر کښې شپږو وروڼو په یوه ورځ وادونه وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i140802-ازاد_کشمیر_کښې_شپږو_وروڼو_په_یوه_ورځ_وادونه_وکړل
لاندې کشمیر کښې شپږو وروڼو په یوه ورځ او یوځاې وادونه وکړل.
(last modified 2023-10-31T08:09:48+00:00 )
Oct 31, 2023 12:35 Asia/Kabul
  • ازاد کشمیر کښې شپږو وروڼو په یوه ورځ وادونه وکړل

لاندې کشمیر کښې شپږو وروڼو په یوه ورځ او یوځاې وادونه وکړل.

دغه په زړه پورې وادونه د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر په کوټلي سیمه کښې شوي دي چیرې چې شپږو وروڼو یوځاې د  واده مراسم ترسره کړل.

د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې ښاریز شفیق وویل چې ما د خپلو شپږو زمنو ته په یووخت د وادونو په کولو سره نوی مثال قائم کړ.

هغه وویل د واده په دغو مراسمو کښې زما خپلوانو او دوستانو ګډون وکړ او په دغو ودونو یې خوشحالۍ څرګنده کړه او ودګنیو ته یې د نوي ژوند د پیلولو په هکله مبارکۍ ورکړه.

د ویلو ده چې د دوه زره یویشتم میلادي کال په دسمبر میاشت  کښې هم د پاکستان د پنجاب صوبې په ملتان شار کښې هم د واده عجیبه مراسم شوي وو چیرې چې شپږو سکه وروڼو له شپږو سکه خویندو سره وادونه کړي وو او دغه شپږ ودګني او ناوي سره خپلوان وو.