د پاکستان د انجلۍ له جسم ۱۵ کلوګرامه ټیومر وویستل شو
Nov 01, 2023 12:17 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پنجاب صوبې په خانیوال سیمه کښې د یوې انجلۍ له جسم څخه پینځلس کلوګرامه ټیومر یعني رسولۍ وویستل شوه.
د پاکستان دغه انجلۍ اوویشت کلنه ده او په خانیوال روغتون کښې یې سرجن ډاکټر راشد منهاس اپریشن وکړ او ناروغه انجلۍ اوس روغه رمټه ده.
ویل کیږي چې دې ته ورته یوه پیښه په هندوستان کښې هم رامینځته شوي وه چیرې چې په مدهیا پردیش صوبې کښې په اندود ښار کښې د یوې (۱) یوڅلویښت کلنې میرمنې له بدن څخه پینځلس کلوګرامه ټیومر ویستل شوی و.
ټیګونه