د پاکستان په بلوچستان کې شپږ ترهه ګر هلاک شول
ددغو ترهه ګرو له پټنځایه زیات شمیر وسله ،تجهیزات او چاودیدونکي توکي او مهمات هم کشف او ضبط شوي دي.
د پاکستان په مختلفو سیمو کې په تیرو دوو کلونو کې ترهه ګرې پیښې په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي ، په دغې مودې کې د تحریک طالبان پاکستان او داعشي تکفیری ترهه ګرو ډلو په خیبر پختونخواه او بلوچستان صوبو کې په په مختلفو ځان مرګو او بمي چاودنو کې په سلګونو خلک په تیره بیا لمونځ ګوزار په وینو کې لیت پیت کړي دي .
زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ، د پاکستان دپوځ د عمومی اړیکو ادارې آئي ایس پي آر پرون ناوخته په یوې اعلامیې کې ووئيل، دپاکستان پوځي ځواک د بلوچستان صوبې په ژوب سیمې کې په یولړ پاکونکو عملیاتو کې له وسلوالو ترهه ګرو سره نښتي چې په نتیجې کې ئې شپږ ترهه ګر په ټکه هلاک کړي دي. په داعلامیې کې راغلي دي ،دغه هلاک شوي ترهه ګرو په هیواد کې په مختلفو سیمو کې په ترهه ګرو پيښو کې بشپړ لاس درلود او په ځينو پيښو کې ئې برخه هم اخستې وه.
په دغې اعلامیې کې دغه راز وئيل شوي چې ددغو ترهه ګرو له پټنځایه زیات شمیر وسله ،تجهیزات او چاودیدونکي توکي او مهمات هم کشف او ضبط شوي دي.