د افغانستان او پاکستان ترمینځ لفظي شخړې زور اخیستی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141254-د_افغانستان_او_پاکستان_ترمینځ_لفظي_شخړې_زور_اخیستی_دی
د کابل او اسلام آباد د چارواکو ترمینځ د لفظي شخړو له زیاتیدو سره هممهاله د پاکستان لنډمهاله وزیراعظم وویل: په افغانستان کښې د طالبانو دوباره راتګ زمونږ لپاره ښې پایلې نه دي لرلې.
(last modified 2023-11-08T23:50:31+00:00 )
Nov 09, 2023 04:16 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان ترمینځ لفظي شخړې زور اخیستی دی

د کابل او اسلام آباد د چارواکو ترمینځ د لفظي شخړو له زیاتیدو سره هممهاله د پاکستان لنډمهاله وزیراعظم وویل: په افغانستان کښې د طالبانو دوباره راتګ زمونږ لپاره ښې پایلې نه دي لرلې.

د پاکستان د لنډمهاله حکومت مشر انوارالحق کاکړ ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په پاکستان کښې ترهګر بریدونه ۶۰ فیصده زیات شوي دي.

کاکړ یو وار بیا ادعا وکړه چې «ترهګر» د افغانستان له خاورې په استفادې سره په پاکستان کې بریدونه کوي.

ده په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته همداراز وویل چې په پاکستان کې د حملو په اړه یې د طالبانو سرپرست حکومت ته معلومات ورکړي دي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم وویل چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته دوی هیله لرله چې هلته به دایمي سوله راشي او د ټي ټي پي په شمول به د پاکستاني ضد ډلو خلاف سخت اقدامات وشي.

«خو له بده مرغه د افغانستان د عبوري حکومت له واک ته رسیدو وروسته په پاکستان کې تروریستي پېښې ۶۰ سلنه زیاتې شوي او انتحاري بریدونه بیا ۵۰۰ سلنه ډېر شوي دي.»

کاکړ وویل چې اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم وویل، د افغانستان اوسني چارواکي له دې ټولو حقایقو خبر دي، پاکستان په هرو ۱۵ ورځو کې په مسلسل ډول احتجاجي لیکونه وراستوي.