په غزې کې دې فوری اور بند وشي
د پاکستان لومړی وزیر په غزې کې د صهیونیستي رژيم د جنایتونو په محکومولو سره په غزې کې د اور بند له ټینګیدا سره د مرستې لپاره د اکوموسیسې پر هڅې ټینګار وکړ.
د پاکستان لومړي وزیر انوار الحق کاکړ پرون په تاشکند کې د ایکو اقتصادی ملګرتیا موسیسې په شپاړسمې سرمشریزې کې پخپلې وینا کې د فلسطین له خلکو سره د پيوستون په اعلانولو سره ووئیل، اکو باید په غزې کې د سملاسي اوربند له ټینګیدا سره په مرستې سره،اسرائيل د فلسطینیانو په ضد د جنګي جنایتونو په دلیل ځواب ویونکی کړي.
کاکړ صیب په غزې کې د انساني غمیزې رامینځةکیدا ته په اشارې سره ووئیل،د صهیونیسټي رژیم د حملو دسختیدا په دلیل دې نړیواله ټولنه د عامو خلکو په ضد داسرائيلو د یرغلونو د دریدا لپاره په هڅې سره ، دغزې خلکو ته د انسان دوستۍ د مرستو د لیږد لاره هواره کړي.
دپاکستان موقتی لومړي وزیر د خپلې وینا په بلې برخې کې د ایران د اسلامی جمهوریت په مرکزیّت سره د ایکو موسیسې دغړو ترمینځ د یوه سیمه ایز کریډور له جوړیدا څخه د ملاتړ په اعلانولو سره ټينګار وکړ، غږمله ټرانسپورټي پروژې به د اکو موسیسې دغړو هیوادونو ترمنیځ له تجارت او ارتباطاو دودیدا سره مرسته وکړي. د پاکستان لومړی وزیر ووئيل، اکو سیمه له ډيرو طبیعي سرچین، جغرافیائي پیوندونو او کلتوری میراث څخه په برخمنیدا سره نه ده توانیدلې له خپل واقعي تجارتي پوټینشله استفاده وکړي ، ځکه په نړیوال تجارت کې دوه فیصدي او په سیمه ایز تجارت کې هم اته فیصدي ونډه لري.