په غزې کې دې فوری اور بند وشي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141292-په_غزې_کې_دې_فوری_اور_بند_وشي
د پاکستان لومړی وزیر په غزې  کې د صهیونیستي رژيم د جنایتونو په محکومولو سره  په غزې کې د اور بند له ټینګیدا سره د مرستې لپاره د  اکوموسیسې پر هڅې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-11-10T00:20:42+00:00 )
Nov 10, 2023 04:45 Asia/Kabul
  • په غزې کې دې فوری اور بند وشي

د پاکستان لومړی وزیر په غزې  کې د صهیونیستي رژيم د جنایتونو په محکومولو سره  په غزې کې د اور بند له ټینګیدا سره د مرستې لپاره د  اکوموسیسې پر هڅې ټینګار وکړ.

 د پاکستان لومړي وزیر انوار الحق کاکړ پرون په تاشکند کې د ایکو اقتصادی ملګرتیا موسیسې په شپاړسمې سرمشریزې کې پخپلې وینا کې د فلسطین له خلکو سره د پيوستون په اعلانولو سره  ووئیل، اکو باید  په غزې کې د سملاسي  اوربند له ټینګیدا سره  په مرستې سره،اسرائيل د فلسطینیانو په ضد د جنګي جنایتونو په دلیل  ځواب ویونکی کړي.

کاکړ صیب  په غزې کې د انساني غمیزې رامینځةکیدا ته په اشارې سره ووئیل،د صهیونیسټي رژیم د حملو دسختیدا په دلیل دې نړیواله ټولنه د عامو خلکو په ضد داسرائيلو  د یرغلونو د دریدا لپاره  په هڅې سره ، دغزې خلکو ته د انسان دوستۍ د  مرستو د لیږد  لاره  هواره کړي.

 دپاکستان موقتی لومړي وزیر د خپلې وینا په بلې برخې کې د ایران د اسلامی جمهوریت په مرکزیّت سره د ایکو موسیسې دغړو  ترمینځ د یوه سیمه ایز کریډور له جوړیدا څخه  د ملاتړ په اعلانولو سره  ټينګار وکړ، غږمله  ټرانسپورټي پروژې به د اکو موسیسې دغړو هیوادونو ترمنیځ  له تجارت او ارتباطاو دودیدا سره مرسته وکړي. د پاکستان لومړی وزیر  ووئيل،  اکو سیمه  له ډيرو طبیعي سرچین،  جغرافیائي  پیوندونو او کلتوری میراث څخه په برخمنیدا سره نه ده توانیدلې  له خپل واقعي  تجارتي پوټینشله استفاده وکړي ، ځکه په نړیوال تجارت کې  دوه فیصدي او په سیمه  ایز تجارت کې هم اته فیصدي ونډه لري.