پاکستان دوه سوه نور افغانستاني کډوال آزاد کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141388-پاکستان_دوه_سوه_نور_افغانستاني_کډوال_آزاد_کړل
نږدې دوه سوه تنه افغان زندانیان دپاکستان له زندانونو خوشې شوي او د تورخم له لارې خپل هیواد ته ستانه شول
(last modified 2023-11-11T20:59:57+00:00 )
Nov 12, 2023 01:12 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

نږدې دوه سوه تنه افغان زندانیان دپاکستان له زندانونو خوشې شوي او د تورخم له لارې خپل هیواد ته ستانه شول

نږدې دوه سوه تنه افغان زندانیان دپاکستان له زندانونو خوشې شوي او د تورخم له لارې خپل هیواد ته ستانه شول

باختر دولتي اژانس د طالبانو دسرپرست حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکوچارو وزارت دچارواکو له خولې راپور ورکړی چې ۱۹۶ تنه افغانان چې دپاکستان په زندانونو کې بندیان و له آزادیدو وروسته دتورخم له لارې افغانستان ته ستانه شول. د باختر دولتي اژانس په راپور کې ویل شوي چې ستانه شوي زندانیان په تورخم کې داړینو مرستو تر لاسه کولو په موخه مرسته کوونکوادارو ته ورپیژندل شوي دي.

له دې وړاندې هم پاکستان پنځه تنه افغانان چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په بېلابېلو زندانونوکې بندیان وو له خوشې کولو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته استولي وو.