د کډوالو او ترهګرو ترمینځ باید فرق وشي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141398-د_کډوالو_او_ترهګرو_ترمینځ_باید_فرق_وشي
بلاول: د ناقانونه افغان کډوالو د ستنولو په لړ کښې یې د هیواد د موقته حکومت سیاست بشپړ نه دی او باید اصلاج شي
(last modified 2023-11-11T23:41:06+00:00 )
Nov 12, 2023 04:07 Asia/Kabul
  • د کډوالو او ترهګرو ترمینځ باید فرق وشي

بلاول: د ناقانونه افغان کډوالو د ستنولو په لړ کښې یې د هیواد د موقته حکومت سیاست بشپړ نه دی او باید اصلاج شي

د پاکستان تیر خارجه وزیر له دغه هیواده د افغان کډوالو په زوره د ایستلو په سیاست باندې په نیوکې سره وویل چې پکار ده د ترهګرو او عامه خلکو ترمینځ فرق وشي.

د پاکستان د پيپلز بارتۍ مشر بلاول بوټو زرداري په کراچۍ کښې خبریالانو ته وویل: افغانستاني کډوال باید د تحریکِ طالبانِ پاکستان ترهګرې ډلې د تحرکاتو قرباني نه شي.

بلاول زیاته کړه چې د ناقانونه افغان کډوالو د ستنولو په لړ کښې یې د هیواد د موقته حکومت سیاست بشپړ نه دی او باید اصلاج شي.

د پاکستان موقته حکومت د نومبر له اولې نیټې څخه د لکونو افغان کډ،الو د ایستلو عملیات پيل کړي دي.