د پاکستان وزیراعظم هم د صهیونیسټانو د جنایتونو په بندیدو ټینګار وکړ
د پاکستان لنډمهاله وزیراعظم د غزې خلکو ته د انساني مرستو د سمدستي لیږلو لپاره د انساني کوریډور د خلاصیدو غوښتنه وکړه
د پاکستان د موقت حکومت وزیراعظم انوار الحق کاکړ تیر ماښام په ریاض کې د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په اتمه بېړنۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته په خطاب کښې وویل چې د اسرائیلو د جنایتونو مخنیوی او په غزې تړانګه کښې سمدستي د اوربند ټینګول ستاسو ذمه واري ده.
ښاغلي کاکړ زیاته کړه چې د غزې بې دفاع خلکو انساني مرستو ته اړمن دي او د هغوي لپاره باید د غزې سرحدونه پرانستل شي او د غزې ملکي وګړو ته سمدستي باید انساني مرستې واستول شي.
هغه ټینګار وکړ چې د فلسطین موضوع باید له سیاسي لارې هواره شي او د ۱۹۶۷ کال نه د مخکښې سرحدونو مطابق باید د قدس شریف په پلازمینه توب یو خپلواک فلسطیني هیواد جوړ شي.
د پاکستان وزیراعظم خبرداری ورکړ چې د فلسطینیانو خلاف د بې انصافۍ دوام او د بیګناه خلکو قتلِ عام به په سیمه کښې د نورو لانجو د جوړیدو سبب شي.
انوار الحق زیاته کړه چې په غزه کښې د روان حالت اصلي وجه د فلسطین د خلکو د برخلیک د ټاکلو له حقه انکار دی.