د پاکستان په پلازمینه کښې د «لبیک یا اقصی» چغو انګازې وکړې
Nov 13, 2023 07:23 Asia/Kabul
اسلام آباد کښې د فلسطین زرګونو پلویانو او ملاتړو د امریکې د سفارت په لور لاریون سره، له نیواکګر صهیونیسټي رژيمه خپله کرکه څرګنده کړه
اسلام آباد کښې د فلسطین زرګونو پلویانو او ملاتړو د امریکې د سفارت په لور لاریون سره، له نیواکګر صهیونیسټي رژيمه خپله کرکه څرګنده کړه
له فلسطین او د مقاومت د جهبې له جنګیالیو سره په پیوستون کښې پاکستاني مظاهره چیانو د «لیبیک یا اقصی او لبیک یا فلسطین» شعارونه ورکړل او په نیواکي ټاټوبي کښې یې د صهیونیسټي رژیم جنایتونه وغندل.
هغوي له صهیونیسټي رژيم څخه د خپلې کرکې په اعلانولو سره، د اسرائیلو له جنایتونو د امریکې د پټو سترګو ملاتړونه هم وغندل.