پاکستان قانوني سند لرونکي افغان کډوال نه وباسي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141560-پاکستان_قانوني_سند_لرونکي_افغان_کډوال_نه_وباسي
  د پاکستان د موقتي حکومت  د کورنیو چارو وزیر ووئیل، چې تردې د مه  له پاکستانه  د افغانستان  کابو درې لکه غیر قانوني کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي  او په هغو کې یوازې  اته  زره کډوال دپاکستان حکومت ویستلي دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 15, 2023 01:32 Asia/Kabul
  • پاکستان قانوني سند لرونکي افغان کډوال نه وباسي

  د پاکستان د موقتي حکومت  د کورنیو چارو وزیر ووئیل، چې تردې د مه  له پاکستانه  د افغانستان  کابو درې لکه غیر قانوني کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي  او په هغو کې یوازې  اته  زره کډوال دپاکستان حکومت ویستلي دي.

د پاکستان  د موقتي حکومت دکورنیو چارو زویر  ټينګار وکړ، چې اسلام اباد هغو افغان کډوالو د ویستلو هیڅ پروګرام نه لری چې قانوني مدرکونه لري.

دپاکستان د کورنیو چارو زویر سرفراز بګټي  دافغانستان له کډوالو سره ددغه هیواد امنیتی مامورانو ددبد چلنۍ په باب دځينو ر اپورونو په ردولو سره  ووئيل، د پروپيګنډو په خلاف  هغه افغان کډوال چې  دکډوالۍ کارډونه لري ، له پاکستانه نه ویستل کیږی .

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،  د پاکستان د موقتي حکومت  د کورنیو چارو وزیر ووئیل، چې تردې د مه  له پاکستانه  د افغانستان  کابو درې لکه غیر قانوني کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي  او په هغو کې یوازې  اته  زره کډوال دپاکستان حکومت ویستلي دي.

په عین حال کې  د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان د طالبانو د حکومت  سرکنسول  عبدالجبار تخاري  پرون په یولړ څرګندونو کې ووئيل، په وروستیو له دوو میاشتو هم په کمې مودې کې  دپاکستان حکومت د اقامت د  پيژندپاڼو  ددرلودونکو  کډوالو پشمول څلور زره  افغان کډوال  ویستلي دي .تخاري  زیاته کړې ده ، هڅه کوو ،څو د خبرواترو له لارې د بندي کډوالو مشکل حل کړو. هغه ووئيل دمګړئ  دپاکستان په زندانونو کې  څه دپاسه  زر افغان کډوال شبې سبا کوي