پاکستان قانوني سند لرونکي افغان کډوال نه وباسي
د پاکستان د موقتي حکومت د کورنیو چارو وزیر ووئیل، چې تردې د مه له پاکستانه د افغانستان کابو درې لکه غیر قانوني کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي او په هغو کې یوازې اته زره کډوال دپاکستان حکومت ویستلي دي.
د پاکستان د موقتي حکومت دکورنیو چارو زویر ټينګار وکړ، چې اسلام اباد هغو افغان کډوالو د ویستلو هیڅ پروګرام نه لری چې قانوني مدرکونه لري.
دپاکستان د کورنیو چارو زویر سرفراز بګټي دافغانستان له کډوالو سره ددغه هیواد امنیتی مامورانو ددبد چلنۍ په باب دځينو ر اپورونو په ردولو سره ووئيل، د پروپيګنډو په خلاف هغه افغان کډوال چې دکډوالۍ کارډونه لري ، له پاکستانه نه ویستل کیږی .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د پاکستان د موقتي حکومت د کورنیو چارو وزیر ووئیل، چې تردې د مه له پاکستانه د افغانستان کابو درې لکه غیر قانوني کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي او په هغو کې یوازې اته زره کډوال دپاکستان حکومت ویستلي دي.
په عین حال کې د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان د طالبانو د حکومت سرکنسول عبدالجبار تخاري پرون په یولړ څرګندونو کې ووئيل، په وروستیو له دوو میاشتو هم په کمې مودې کې دپاکستان حکومت د اقامت د پيژندپاڼو ددرلودونکو کډوالو پشمول څلور زره افغان کډوال ویستلي دي .تخاري زیاته کړې ده ، هڅه کوو ،څو د خبرواترو له لارې د بندي کډوالو مشکل حل کړو. هغه ووئيل دمګړئ دپاکستان په زندانونو کې څه دپاسه زر افغان کډوال شبې سبا کوي