د پاکستان رسنۍ د پناه غواړو په ایستلو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141786-د_پاکستان_رسنۍ_د_پناه_غواړو_په_ایستلو_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان یوې رسنۍ د افغانستان د کډوالو په ایستلو باندې نیوکې سره ولیکل د اسلام اباد دغه اقدام په کابل باندې د دباو د راوستلو او د پاکستان د سټراټيژیک عمق د نظریې د ماتي دلیل دی.
(last modified 2023-11-19T04:12:30+00:00 )
Nov 19, 2023 08:40 Asia/Kabul
  • د پاکستان رسنۍ د پناه غواړو په ایستلو نیوکه وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان یوې رسنۍ د افغانستان د کډوالو په ایستلو باندې نیوکې سره ولیکل د اسلام اباد دغه اقدام په کابل باندې د دباو د راوستلو او د پاکستان د سټراټيژیک عمق د نظریې د ماتي دلیل دی.

ډان نیوز ورځپاڼې د افغانستان د پناه غواړو د قرباني کولو په نوم سره د یوه مطلب په خپرولو سره ولیکل: څه د پاسه یو میلیون او اوه لکه افغان پناه غواړي له پاکستان څخه د ایستل کیدا په حال کښې دي په داسې حال کښې چې په نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال کښې د صهیونیسټ رژیم لخوا د کډوال کړی شویو فلسطینیانو شمیر د دغه تعداد نیمايي و.

ډان نیوز ورځپاڼې د بلوچستان ولایت د اطلاعاتو د وزیر څرګندونو ته په اشارې سره چې ویلي وو حتی د افغانستان هغه ښاریز چې د هستوګنې قانوني سندونه لري هم له هیواده وباسي ولیکل دغه اقدامات د اسلام اباد د سرټیټې سبب دي.