دوه پاکستاني پوځیان د بم په چاودنه کې مړه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141974-دوه_پاکستاني_پوځیان_د_بم_په_چاودنه_کې_مړه_شوي
د پاکستان د پوځ دوه ځواکونه په خیبرپښتونخواه صوبه کې د بم چاودنې له امله وژل شوي دي.
(last modified 2023-11-23T03:24:48+00:00 )
Nov 23, 2023 04:11 Asia/Kabul
  • دوه پاکستاني پوځیان د بم په چاودنه کې مړه شوي

د پاکستان د پوځ دوه ځواکونه په خیبرپښتونخواه صوبه کې د بم چاودنې له امله وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ دوه ځواکونه په خیبرپښتونخواه صوبه کې د بم چاودنې له امله وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وویل چې د دغه هېواد یوه ډله پوځیان پرون د شمالي وزیرستان د «رزمک» سیمې شاخوا د بم له چاودنې سره مخامخ شول، چې له امله یې دوه ځواکونه مړه شوي او څو نور زخمي دي.

د دغې ترهګرې چاودنې پړه تراوسه چا نه ده منلې.

له چاودنې وروسته د پاکستان وزیراعظم انورالحق کاکړ په یوه پيغام کې دغه پېښه وغندله.

د پاکستان پوځ او حکومت د دا ډول ترهګریزو پېښو پړه په تحریکِ طالبانِ پاکستان ډلې وراچوي.