د تهران –ریاض  اړیکې په سیمې کې د سولې په ګټه دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i142036-د_تهران_ریاض_اړیکې_په_سیمې_کې_د_سولې_په_ګټه_دي
د پاکستان ولمسشر عارف علوي  پرون ناوخته په اسلام اباد کې د  مسجدالحرام د جماعت له امام  سره په کتنې کې  د غزې د وروستیو   حالاتو، له اسلامه د ویرونې د پروسې د اوج  او د اسلامی نړۍ په وړاندې دنورو  مشکلاتو او چیلنجونو په باب  دنظر تبادله وکړّه.
(last modified 2023-11-23T23:29:33+00:00 )
Nov 24, 2023 03:56 Asia/Kabul
  • د تهران –ریاض  اړیکې په سیمې کې د سولې په ګټه دي

د پاکستان ولمسشر عارف علوي  پرون ناوخته په اسلام اباد کې د  مسجدالحرام د جماعت له امام  سره په کتنې کې  د غزې د وروستیو   حالاتو، له اسلامه د ویرونې د پروسې د اوج  او د اسلامی نړۍ په وړاندې دنورو  مشکلاتو او چیلنجونو په باب  دنظر تبادله وکړّه.

ایرنا خبری اژآنس راپور ورکړ،د پاکستان ولسمشر له ګډو چیلنجونو سره د مقابلې لباره د مسلمانو ملتونو ترمینځ  داتحاد او پیوستون په ضرورت په ټينګار سره ووئیل،دعربستان او دایران داسلامی جمهوریت  داړیکو بیرته پیلیدا، سیمه ایزه سوله ، ثبات او دتجارت  پیاوړتیا ډالۍ کوي.

 د پاکستان د ولسمشرۍ مانۍ د اطلاعاتو ادارې په یوې اعلامیې کې وئيلی دي،د پاکستان ولمسشر عارف علوي  پرون ناوخته په اسلام اباد کې د  مسجدالحرام د جماعت له امام  سره په کتنې کې  د غزې د وروستیو   حالاتو، له اسلامه د ویرونې د پروسې د اوج  او د اسلامی نړۍ په وړاندې دنورو  مشکلاتو او چیلنجونو په باب  دنظر تبادله وکړّه.

 عارف علوي  د فلسطین د  ملاتړ او د قدس په پلازمینې د فلسطین دخپلواکه هیواد دجوړیدا لپاره د پاکستان د حکومت  په پیاوړي ژمنتیاباندې په ټينګار سره  زیاته کړه ،  نړۍ باید د فلسطنیانو  درد او کړاؤ درک کړي او د  ماشومانو او ښځو پشمول دزرګونو بې ګناه  انسانانو دقتل عام  او داسرائيلو  دنیواکګر رژيم د جنایتونو په دریدا کې دې  خپل رول ولوبوي.

د پاکستان ولسمشر  د ایران او عربستان د رسمي اړیکو  په پیلیدا  دخوښئ په ښودلو سره ووئيل، چې داړیکو دغه عادي کیدا  په سمیې کې یو لوي پرمختګ دی  چې  په سیمې کې د تجارت پر لوړتیا سربیره ، په سیمې کې   امنیت ،سوله او پراختیا  هم ډالۍ کوي.

د مسجد الحرام د جماعت امام  اصلح بن عبدا.. حمید هم په دغې کتنې کې ووئيل، چې  په فلسطین کې د روان و جنایتونو اوتاؤتریخوالو  دختمولو لپاره  او د ډيپلوماټيکو او انسان دوستۍ د مرستو دپراختیا لپاره د اسلامی نړۍ  ګډو هڅو ته اړتیا  ده .