پاکستان د افغانستان په موټروانانو باندې محدودیت ولګاوه
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان حکومت د افغانستان په کډوالو باندې له دباو راوړلو وروسته د افغانستان د تجارتي شیانو په وړونکو موټروانانو باندې هم نوي محدودیتونه لګولي دي.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې میرمن« ممتاز زهرا بلوچ» وویل د افغانستان د تجارتي شیانو ټول موټروانان باید پاکستان ته د ورتلو لپاره ویزې ولري.
هغې وویل پاکستان د نړۍ د نورو هیوادونو په شان د کډوالو لپاره معلوم قوانین لري چې باید هغه اجرايي کړي او هغه کسان چې په دغو قوانینو باندې سترګې پټوي له سزا کیدا، جریمه کیدا ، زنداني کیدا یا ایستل کیدا سره مخامخ کیږي.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې زهرا بلوچ وویل په کابل کښې د پاکستان سفارت د افغانستان د طالبانو د حکومت له چارواکو سره خبرې کوي چې د دواړو هیوادونو تجارت له کوم خنډ پرته دوام ولري.
په تیرو څو اونیو کښې د افغانستان کابو څلور لکه کډوال له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.