تحریک طالبان پاکستان د دغه هېواد له حکومته کلنګ غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i142372-تحریک_طالبان_پاکستان_د_دغه_هېواد_له_حکومته_کلنګ_غواړي
یوې انګلیسي رسنۍ راپور ورکړی چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC)  باندې له برید څخه د ډډه کولو لپاره د تاوان او کلنګ غوښتنه کړې.
(last modified 2023-11-30T03:31:41+00:00 )
Nov 30, 2023 04:00 Asia/Kabul
  • تحریک طالبان پاکستان د دغه هېواد له حکومته کلنګ غواړي

یوې انګلیسي رسنۍ راپور ورکړی چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC)  باندې له برید څخه د ډډه کولو لپاره د تاوان او کلنګ غوښتنه کړې.

انګلیسي ورځپاڼې ټیلیګراف اعلان وکړ چې تحریک طالبان پاکستانTTP) ګواښ کړی چې که اسلام اباد دې ډلې ته پنځه سلنه ساختماني مالیه ورنکړي د چین-پاکستان اقتصادي دهلیزCPEC) باندې به برید وکړي.

د ټي ټي پي د "ګنډاپور" څانګې قوماندان په یوه ویډیويي پیغام کې خبرداری ورکړی چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز چې د نږدې دوه زره کیلومترو په اوږدوالي یوه زیربنایي پروژه ده چې له چین څخه تر عربي سمندر پورې د سړکونو او اورګاډي پټلۍ هم پکې شاملې دي، د دغې ډلې د بریدونو په پایله کې له منځه تلی شي.

د پاکستاني طالبانو قوماندان د پاکستان په ډېره اسماعیل خان کې ساختماني کارګرانو ته په خطاب کې وویل چې په هر ځای کې پنځه سلنه مالیه زموږ برخه ده او که مالیه ورنه کړل شي، د سي پیک په پروژه کې کار کوونکې مشینري او ځواکونه به په نښه شي.