ټیک ټاکر د مرګ په سزا محکوم شو
Nov 30, 2023 10:50 Asia/Kabul
د محمد نیاز په نوم یو مشهور ټیک ټاکر د غلا او قتل په جرم د مرګ په سزا محکوم شو.
د تېر کال په مۍ میاشت د محمد نیاز عارف علیان په نوم یو ټیک ټاکر، پاکستان کې اته ویشت کلن خرم اکبر په نوم یو کس وواژه او له هغه څخه یې موټر هم وتښتوه.
نوموړي ته د اسلام اباد یوې محکمې د قتل او غلا په جرم د مرګ سزا اورولې، دغه راز به هغه ۵ سوه زره پاکستانۍ کلدارې جریمه هم ورکوي.
یادې محکمې نوموړي ته د غلا په قضیه کې اووه کاله قید او دیرش زره پاکستانۍ کلدارو جریمه هم اورولې ده.
ټیګونه